ننګرهار کې د ۴۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د کرنې او مالدارۍ لوی سوداګریز مرکز پرانیستل شوی.
ددې مرکز په پرانیسته کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني، د درمل واردونکو او تولیدونکو ټولنې مشر فرید الله سرتور او د هدایت حسین شرکت رییس هدایت الله حسین زاده برخه اخیستې وه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مولوي محمد ولي محسن د دې نوي مرکز د پرانیستې هرکلی کړی او له دې مرکز سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
ددې سوداګریز مرکز پرانیسته کې د هدایت حسین شرکت رییس هدایت الله حسین زاده ویلي، چې دا مرکز به بزګرانو او مالدارانو ته معیاري تخمونه، درمل او کرنیز وسایل وړاندې کوي. نوموړي زیاته کړې چې ددې مرکز موخه د کرنې او مالدارۍ سکټور پیاوړتیا ده.