ډېر لوستل شوي

پکتیکا کې د پلتو بند چارې پیلیږي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور بېګاه شپه(یکشنبه، زمري ۲۸مه) په خپل اېکس پکتیکا کې د پلتوني بند د چارو د پیل خبر ورکړی.

ښاغلي منصور لیکلي چې ددې بند د رغونې چارې به نن رسما پرانیستل شي.

دا بند د ۲۴.۹ میلیون متره مکعب اوبو د زېرمې او د ۱۰۷.۵۹ میلیون متره مکعب اوبو د کنټرول ظرفیت لري.

ددې بند له رغونې سره به ۹۳۵ کیلو واټه برېښنا تولید او ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه شي.

اړوند خبرونه