ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په تړاو د اصف دراني څرګندونې د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ احمدضیا تکل په خپل اېکس د افغانستان د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د استازي اصف دراني وروستۍ څرگندونې د عامه افکار د مغشوشولو هڅه او له ځمکنيو واقعیتونو لرې بللې ده.

ښاغلي تکل د اصف دراني د څرګندونو په ځواب کې لیکلي: نوموړي چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي.

ښاغلي تکل زیاته کړې چې افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هیوادونو د پورونو او مرستو پرځای هڅه کوي، پر خپلو سرچینو اقتصادي ځان بسیاینې ته ځان ورسوي.

ښاغلي تکل وړاندې ویلي: د افغانستان حکومت توانېدلی چې داعش فتنه‌گره ډله په بشپړ ډول وځپي، که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دې ډلې گواښ په بشپړ ډول له منځه تللی شي.

احمدضیا تکل همدارنګه ټي.ټي.پي. د پاکستانۍ کورنۍ مسله بللې ده.

د یادونې وړ ده چې پرون د افغانستان اسلامي امارت ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت هم

په خپل اېکس د اصف دراني څرګندونې بېځایه بللې وې. ښاغلي فطرت لیکلي و چې د افغانستان جغرافیه اوس د افغان ځواکونو په لاس کې ده او هېچا ته د ګواښ خطر نشته. د یادونې وړ ده چې اصف دراني ویلي و چې ښایي له افغان خاورې بیا ځلې د سپټمبر د یوولسمې په څېر برید وشي.

اړوند خبرونه