د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن ماښام(سه شنبه، زمري ۳۰مه) په خپل اېکس کندهار کې د ټولو ولایتونو له والیانو سره د امیرالمؤمنین حفظه الله د ناستې خبر ورکړی دی.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی والیانو ته د ښې اسلامي حکومتولۍ، خپلو مسوولیتونو ته د پاملرنې، د جهاد په پایله کې د راغلي اسلامي نظام د ساتنې او د شریعت پر تنفید هر اړخیزه وینا کړې.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په خپله وینا کې دوی ته ویلي: ((تاسو د جهاد د میدان اولني فاتحین یاست، د جنګ په لومړۍ کرښه کې به تاسو واست، ستاسو تر قومندې لاندې په لسګونو او سلګونو مجاهدین شهیدان شوي دي، د دوی ارمانونو ته تحقق ورکړئ، اسلامي نظام ټینګ کړئ، د شریعت قانون پلی کړئ او الهي احکام را ژوندي کړئ، هیچاته اجازه مه ورکوئ چې په ولایتونو کې غیر شرعي کړنې ترسره کړي، د خلکو عقیدوي او فکري اصلاح ته لازمه توجه وکړئ او د علماوو سره تعلق وساتئ، علماء په اعتماد کې وساتئ او د دین په تنفیذ کې مشورې او کار ځنې واخلئ، د ځوان نسل روزنې ته ښه توجه وکړئ او په اسلامي روحیه سمبال نسل وروزئ.))
د غونډې په پای کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ټولو والیانو څخه د نظام د ساتنې او شریعت د پليتوب اړوند اندونه اورېدلي او په تړاو یې لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت مشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله تر دې دمخه هم له ګڼو چارواکو او عامو هېوادوالو سره لیدلي کتلي.