غور کې د لومړي ځل لپاره د اوبو د چاڼ یوې کارخونې پر کار پیل کړی دی.
د غور ولایتي مسوولینو زیاته کړې چې پر دې کارخونې ټولټال ۱۰ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی چې په ورځ کې ۲۰ زره لېټره اوبه چاڼوي.
یاده کارخونه کې ۲۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. ددې ولایت اوسېدونکي له دې کارخونې خوښ دي او دې ولایت کې د ورته نورو پروژو د پيل غوښتنه هم کوي.