ډېر لوستل شوي

ترک او افغان شرکتونو مسوولین افغانستان کې پانګونه کوي

د یو شمېر افغان او ترک شرکتونو مسوولینو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د دغو شرکتونو مسوولینو د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور سره په کتنه کې د ۹۰۰مېګاواټه په وړتیا د لمریزې، بادي او اوبیزې برېښنا د تولید پر پروژو خبرې کړي دي.
د یادو شرکتونو مسوولینو همدارنګه د لېږد پایو او مزو په برخه کې هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
دغو شرکتو همداراز د انرژۍ سکټور د ماسټر پلان د نوي کېدو او پراختیا برخه کې هم له اوبو او انرژۍ وزارت سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
بل پلو، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور یادو شرکتونو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

اړوند خبرونه