رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي چې د تېر په پرتله اوس د افغانستان پر هوایي حریم ډېرې الوتنې ترسره کیږي.
ددغه راپور له مخې، برېټش ایرویز او لوفتهانزا په ګډون لوی هوایي شرکتونه اوسمهال د افغانستان له هوایي حریم ګټه اخلي.
راپور کې وړاندې ویل شوي، چې د تېر کال په پرتله په روانه میاشت کې له افغانستان څخه د تېرېدونکو الوتنو شمېر ۷ برابره زیات شوی دی.