د شپږېزې کورني کرکټ نهم پړاو سیالۍ پایلوبه امو نهنګانو په خپل نوم کړه.
د دې لوبډلې لوبډلمشري ټولچاري لوبغاړي عظمت الله عمرزي کوله چې د یوه په زړه پورې لوبې وروسته یې د بند امیر ښاماران مات او پایلوبه یې وګټله.
دا لوبه د بند امیر لوبډلې په توپوهنه پیل شوه چې د یوه لوبغاړي په سوځېدو یې ۱۷۸ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۹ منډو هدف کېښود. امو نهنګانو یاد هدف پوره او په ۷ ویکټو یې د بند امیر ښامارانو ته ماتې ورکړه.