رویټرز ویلي چې تمه ده، مسکو او کییف خپل ۱۱۵ اسیران سره تبادله کړي.
دغه اسیران به د متحده عربي اماراتو په منځکړیتوب ازاد شي.
د رویټرز خبری اژانس په خبره دا اسیران به راتلونکې شنبه تبادله شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او اوکراین جګړه حساس پړاو ته رسېدلې او هر لوری د بري ادعا کوي. بل پلو، مسکو ویلی چې سرتېري یې په تعرضي حالت کې دي او له اوکراینه یې بېرته خپلې سیمې نیولي دي.