ډېر لوستل شوي

کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: تېر کال مو له یو میلیون زیاتو کسانو ته پاکې اوبه چمتو کړي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو د دولت د رسنیو مرکز کې تېرکال یو میلیون ۵۲۵ زرو او ۴۰۰ کسانو ته د پاکو اوبو د چمتووالي خبر ورکړی دی.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو یاد کنفرانس کې ویلي چې د اوبو رسونې پر یادو شبکو شاوخوا یو میلیارد افغانۍ لګښت راغلی دی. ددې وزارت د مسوولینو له قوله، اوسمهال د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د ۱۴۹ پروژو چارې روانې دي.

تېر کال بادغیس، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، زابل، سرپل، فراه، کاپیسا، کندوز، نورستان، نیمروز او هرات ولایتونو کې د ۴۲۶ میلیونو افغانیو په ارزښت، د اوبو د ۱۰۰ کوچنيو بندونو او چکډیمونو چارې بشپړې او ګټې اخیستې ته سپارل شوي دي. مسوولینو وړاندې ویلي چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې سلګونه کیلومټره سړکونه هم جوړ شوي دي.

اړوند خبرونه