د دهنه تور د ډبرو سکرو د استخراج کچه له ۳۰ څخه ۸۰ ټنو ته لوړه شوې ده.
د شمال زون ډبرو سکرو دولتي شرکت رییس ویلي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د شمال زون د ډبرو سکرو امارتي شرکت د دره صوف د دهنه ډبرو سکرو د کان د استخراج کچه ۸۰ ټنو ته رسولې. د یادونې وړ ده چې د دهنه تور له کان څخه ۴۰۰۰ ټنه د ډبرو سکاره د بغلان غوري سمنټو فابریکې ته لېږدول شوي دي.