ډېر لوستل شوي

د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت تر یو میلیارد زیات عواید راټول کړي

د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولینو ویلي چې دغه شرکت د غوایي میاشتې له ۱۷مې د چنګاښ میاشتې تر ۱۵مې پورې د ډبرو سکرو د پلور له لارې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د شمال زون د ډبرو سکرو دولتي شرکت رییس مولوي عبدالله حامد ویلي، چې د ډبرو سکرو د پلور له لارې یې په یاده موده کې یو میلیارد ۲۳۷ میلیونه ۹۶۲ زره او ۶۰۶ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
حامد زیاته کړه چې دغه عواید په رڼه بڼه د دولت خزانې ته زیاتې شوي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتلو سره له ټولو ادارو څخه عواید په رڼه توګه راټول او بیت المال ته سپارل کیږي.

اړوند خبرونه