د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه نن)دوشنبه، وږي پینځمه) ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
تېره مياشت هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر ۱۵ میلیونه ډالره وپلورل. اوسمهال یو امریکایي ډالر شاوخوا ۷۰ افغانۍ تبادله کېږي.