ملي دفاع وزارت په خپل اېکس لیکلي چې د افغانستان پر الوتکو هر ډول معامله د منلو نه ده.
دغه وزارت وړاندې ویلي، امریکا حق نه لري چې د افغانانو مالونه چا ته ډالۍ کړي.
ملي دفاع وزارت له ازبکستان غوښتي چې د افغانستان پر الوتکو دې له هر ډول معاملې لاس واخلي.
ملي دفاع وزارت ازیکستان هېواد ته په خطاب کې ویلي: د ښه ګاونډیتوب له مخې د افغانستان د الوتکو په تړاو عاقلانه پرېکړه وکړئ او د هوایي ځواکونو ددې الوتکو په تسلیمولو کې مرسته وکړئ.
دا په داسې حال کې ده چې ازبکستان کې د امریکا سفیر ویلي و چې هېواد یې له عشق اباد سره د افغان هوایي ځواکونو د الوتکو پر سر یوې پرېکړې ته رسېدلی.