ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي کامرون جمهوریت ته تللی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزير مولوي امير خان متقي د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمه ناسته کې د ګډون په موخه د کامرون جمهوريت پلازمېنې ياوندي ته په یوه رسمي سفر روان شوی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن ماښام(سه شنبه، وږي شپږمه) په خپل اېکس د ښاغلي متقي د سفر خبر ورکړی.
ویل کیږي چې د بهرنیو چارو وزیر به په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون تر څنګ د کوربه هېواد او د اسلامي همکاریو سازمان د ځینو غړو هيوادونو د بهرنيو چارو له وزیرانو او استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو پنځوسمه ناسته به د روانې اګست میاشتې په ۲۹ او ۳۰مه ترسره شي

اړوند خبرونه