د هلمند د مرافعه محکمې اړوند د باباجي ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په بنسټ دریو کسانو ته په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړل شوې.
دا کسان پر لاروهنې او غلا تورن وو.
دستري محکمې مرستیال ویاند مفتي عبدالواحد حقاني ویلي، د يادو متهمينو له جملې دوه تنه پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزيري سزا او درېيم متهم پر اته مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ دُرو محکوم شوی.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د يادې ولسوالۍ ولسوال، امنيه قوماندان، د استخباراتو مسوول د نورو ادارو مسوولینو او عامو وګړو برخه اخیستې وه.
د یادونې وړ ده چې ياده پرېکړه د هلمند د مرافعه محکمې، د جنوب غرب زون د تميز عالي ریاست او د سترې محکمې د قضائي معاونيت له تایید وروسته پلې شوه.