ډېر لوستل شوي

پکتيا کې د ۵ ميليونه افغانيو په ارزښت يو پل جوړ شو

پکتیا کې د څه باندې پنځه ميلونه افغانيو په لګښت د یوه پول د جوړېدو چارې بشپړې او د پکتیا والي لخوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د ياد ولايت مسوولين وايي، دغه پل د جانیخېلو ولسوالۍ اړوند په اورګوړ سيمه کې د حکومت او ولسي خلکو په ګډه همکارۍ د څه باندې پینځه ميلیونه افغانيو په لګښت د پنځلس متره په اوږد والي سره د یوه پول جوړېدو چارې بشپړې شوې. دیادولو ده، چې د دغه پله مصارف د ولایتي ادارې، پکتیا ټولګټو چارو ریاست او یوه اندازه یې د سیمې خلکو او بهر ميشتو مسافرو لخوا ورکول شوې دي.

اړوند خبرونه