ډېر لوستل شوي

په هېواد کې د ۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د پروژو چارې روانې دي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په ۱۱ ولايتونو کې د ۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت، د اوبو لګولو د پروژو چارې روانې دي.

ياد وزارت نن ( پنج‌شنبه، وږی ۷) د اماراتي ادارو د تېر يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح په پروګرام کې زياتوي، چې په ۱۰ ولایتونو کې د ځمکلاندې اوبو د تقویت په موخه، د ۱۳۸ چکډېمونو جوړولو چارې جریان لري، چې په نېږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه وزارت وايي، د کرنې د نویو طریقو د ترویج په موخه، د نباتاتو ۱۵۰۰ نمایشي قطعې جوړې شوي او ۸۰ زره هکټاره ځمکه له وبایي افتونو څخه خوندي شوې ده. د ياد وزارت د مسوولينو په خبره، په ۳۴ ولایتونو کې ۱.۷ میلیونه هکټاره ځنګلونه او ۳۰ میلیونه هکتاره څړځایونه خوندي ساتل شوي او د ځنګلونو د احیا لپاره ۱۲۵۲۰۰ نیالګي هم کېښودل شوي دي.

اړوند خبرونه