ډېر لوستل شوي

د ازموينې ملي اداره: په تېر يو کال کې ۸۷ زره او ۱۰۳ بريالي کسان يې بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي

د ازموينې ملي ادارې نن ( شنبه، وږي۱۰) د امارتي ادارو تېر يوکلنو لاسته راوړنو د تشريح په خبري ناسته کې وويل: په تېر يو کال کې له ۱۷۷۰۲۰ ازموینه اخیستل شوې او ۸۷۱۰۳ بریالي کسان یې بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي دي.

د يادې ادراې مسوولينو په خبره، د لومړي ځل لپاره د دې ادارې دویم واحدونه په کندهار، هرات، بلخ، بامیان، کندز، پکتیا او ننګرهار زونونو کې رامنځته شوي دي.

د دوی په وينا، په تېر کال کې د ۱۳۰۳ کال د عمومي کانکور، متفرقه، اختصاصي، دیني، د ماسټرۍ پروګرامونو، د علمي کچې تثبیت، مالیې وزارت، طبي شورا، عامې روغتیا وزارت، د امر بالمعورف او نهې عن المنکر وزارت، نظامي اکاډمیو او د نورو ادارو د ازموینو لپاره، شاوخوا (۲۰۰) زره د نوم لیکنې فورمې توزیع شوې او له راټولولو وروسته، د ادارې په سیستم کې ثبت شوي دي. د يادولو ده، د ملي ادارې مسوولينو دغه څرګندونې د رسنيو په مرکز کې د امارتي ادارو د تېر يو کلنو لاسته راوړنو په تشريح خبري ناسته کې وکړې.

اړوند خبرونه