د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبدالطيف منصور د جهاد په ارزښتونو او د شهيدانو د وينو پر ساتنې ټينګار کړی.
نوموړي دغه څرګندونې تېر مازديګر ( جمعه، وږي۹) د شاهي کوټ په مشاعره کې په داسې مهال کړې، چې د اسلامي امارت ګڼو نورو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.
د اوبو او انرژي سرپرست وزير په دغه غونډه کې وويل: شاهي کوټ هغه ځاى دى، چې هره پاڼه يې د دين او د هېواد د آزادي په لار کې د جهاد، اخلاص او سرښندونو څخه ډکه ده.
هغه همدارنګه د اسلامي امارت له مسوولينو څخه غوښتي، چې د جهاد د ارزښتونو او د شهيدانو د وينو ساتنه وکړي او له بيت المال څخه د ګټې اخيستنې او د خپلو مسووليتونو په ترسره کولو کې هوښيار و اوسي. د يادونې وړ ده، چې په دغه مشاعره کې ګڼ شمېر مسوولينو د دغې تاريخي پېښې په اړه خبرې وکړې او ګڼ شمېر شاعرانو په خپلو شعرونو کې د شاهي کوټ د مجاهدينو او شهيدانو د اتلوليو او سرښندنو يادونه تازه کړل.