ټولګټو وزارت ویلي چې ترکمنستان ته د افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې له یاد هېواد سره د وسپنې پټلۍ برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیز تړونونه لاسلیک شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس له امید راډیو سره په خبرو کې وویل، له تاشکند سره د تورغونډۍ بندر د پراختيا او له تورغونډۍ څخه د هرات تر صنوبر پوري د ۲۲ کیلومټره وسپنې کرښې د جوړولو تړونونه لاسلیک کړي دي.
ښاغلي حق شناس زیاته کړې چې یاد هېواد به ډېر ژر به پر دواړو پروژو کارونه پیل کړي.