پر افغانستان د اسلامي امارت له درې کلنې واکمنۍ وروسته، د امریکا څارګرې ادارې یا سيایاې تازه ویلي، هغه اټکلونه یې خطا وو چې ګوندې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګریزو بریدونو په مرکز بدل شي.
د امریکا څارګرې ادارې یا سيایاې مرستیال ډېوېډ کوهن د پارلمان غړو ته ویلي چې له افغانستانه د نړۍ پر هېڅ برخې د برید شونتیا نشته او ددې هېواد په تړاو زموږ اټکلونه ناسم وو.
بل پلو، د امریکا د پارلمان ځینو غړو د خپلو مشرانو پر سیاست نیوکې کړي دي. د دوی په وینا، ځواکونه یې باید په افغانستان کې پاتې وای. د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۳۱مه وروستی امریکایي جنرال کریس دوناهیو هم له افغانستانه ووت او له افغانستانه د امریکا د اشغال لمنه ټوله شوه.