ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي استانبول کې د افغانستان له کونسلګرۍ کتنه کړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ترکیه کې د افغانستان له کونسلګرۍ کتنه کړې او د یادې کونسلګرۍ ډپلوماټانو او مسوولینو ته یې یو لړ سپارښتنې کړي دي.
ښاغلي متقي ددې کونسلګرۍ له غړو مننه کړې چې په سختو حالاتو کې یې خپلې چارې په سمه توګه پر مخ بیولي.
نوموړي زیاته کړې چې باید له افغان کډوالو سره په خواخوږۍ چلند وشي او کارونه یې پرته له ځنډه خلاص شي.
مولوي امیرخان متقي وړاندې ویلي چې په دې وروستیو کې ډپلوماټیکه برخه کې ګڼې لاسته راوړنې شته

اړوند خبرونه