ډېر لوستل شوي

ارزګان کې پر ۷۳۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

د ارزګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ویاند بشیر احمد حبیبي امید راډیو ته وویل چې د ترینکوټ په بېلابېلو سیمو کې یې پر ۷۳۰ بېوزلو کورنیو خوراکي توکې وېشلي دي.
ښاغلي حبیبي وړاندې ویلي چې دا مرستې د خوړو نړیوال پروګرام او کې.ار.او. موسسې په مالي ملاتړ چمتو شوې.
په مرسته شوو توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ لیتر غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال، ۰.۲۵ کیلو مالګه، ۳ کیلو سپر سریل، او ۱.۵ کیلو د خوارځواکه ماشومانو د تغذیې توکي شامل وو.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم ورته مرستې د یاد ولایت په ولسوالیو کې د اړمنو کورنیو سره ترسره شوې وې.

اړوند خبرونه