د اسټرالیا جنوب کې درنو اورښتونو او توندو بادونو پر ۱۲۰ زرو تنو برېښنا پرې کړې ده.
ځایي مسوولینو خلکو ته ویلي چې د سمندرونو غاړو ته له تګه راوګرځي.
د اسټرالیا د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د ويکتوريا او نیو ساوت والیس ایالتونو ترمنځ د یوې زړې ښځې د مړینې خبر هم ورکړی.
د ویکتوریا ایالتي مسوولینو په ټینګه سپارښتنه کړې چې د سېلابونو د راوتو له کبله دې هېڅوک هم ټیټو سیمو او د سمندر غاړو ته نه ځي.