ډېر لوستل شوي

تورخم کې بهرنيو وګړو ته د کار جواز د وېش څانګه پرانېستل شوه

د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري په ننګرهار تورخم ښارګوټي کې بهرنيو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګه پرانېستل شوه.

ياد وزارت په خپل اېکس نن ( دوشنبه، وږی ۱۲مه) په تورخم ښارګوتي کې بهرنيو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانکې د پرانيستې خبر ورکړی دی.

وړاندې راغلي، چې ياد وزارت د هېواد په هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې د بهرنیو وګړو د کار قانوني کولو، د ملي عوایدو د فرار څخه د مخنیوي او بهرنیو وګړو ته د کارجوازونو د وېش په برخه کې د سهولتونو د ایجاد په موخه د ریاست الوزراءعالي مقام د هدایت په اساس خپل دفترونه پرانیزي.

اړوند خبرونه