په جوزجان، ميدان وردګ، بادغيس او غزني ولايتونو کې بيلا بيلې مرورې کورنۍ پخلا شوې.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې په جوزجان کې د اڅکزیو او عليزيو دوو خيلو، په ميدان وردګ کې حسن خيلو، کوچيانو دو کورنيو، بادغيس په ابکمري ولسوالۍ کې د دوکورونو او په غزني ناهور ولسوالۍ کې د دوو قومونو تر منځ بېلابېلې دښمنۍ د ياد وزارت د سيمهييزو مسوولينو په هڅو په دوستۍ بدلې شوې. د يادولو ده، چې د سر حدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو همکاره ولايتي رياستونو په هلوځلو د هېواد په ګوډ ګوډ کې ولسي شخړو او تاو تريخوالي ته رسيدګي کوي؛ ترڅو ولسونه د سولې په ټغر راټول کړي.