مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت له لوري له امریکايي اشغال څخه د خپلواکۍ درېیمه کالیزه نمانځل شوې ده.
یاده نمانځغونډه د کوالالمپور په انټرکانټينينټل هوټل کې جوړه شوې وه چې د ماليزيا د بهرنيو چارو وزير سلاکار، د افغانستان لپاره ددې هېواد ځانګړي استازي، د بهرنيو چارو، دفاع، کورنیو چارو او نورو وزارتونو مسوولينو، د سنګاپور، متحده عرب اماراتو، قطر، عمان، بحرين، لبنان، ترکمنستان، اذربايجان، تاجکستان، ایران، پاکستان او مالديف سفیرانو او د نورو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.
مالیزیا کې افغان سفیر نقیب الله احمدي د تېر شل کلن اشغال پر پای ته رسېدو، ناخوالو، جهادي مبارزو او نورو بحث کړی.
غونډه کې د مالیزیا د پرلیس ایالت مفتي پروفیسور دوکتور محمد عصري افغانان د مبارزې او جهاد مخکښان یاد کړل او د فتحې مبارکي یې وویله.
پای کې د افغانستان اړوند جوړه شوې تاريخي او جهادي ویډیو ګډونوالو ته وښودل شوه.