ډېر لوستل شوي

کندهار کې د څارويو د درملنې درې کلينيکونه جوړ شول

د کندهار په درېيو ولسواليو کې د ۱۴زره او ۷۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت د څارويو د درملنې په موخه درې کلينيکونه جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
ياد ولايت مقام په رسمي اېکس پاڼه کاږي، چې کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست په همغږي د هالنډ کمېټې په مالي همکارۍ، د نېش، ارغستان او لوړ ميوند په ولسواليو کې دغه کلينيکونه جوړ کړي دي.
د یادولو وړ ده، چي دوې ورځي مخکي د کندهار په غورک او سپين بولدک ولسوالیو کي هم د هالنډ کمېټې له لوري د ۹ زره او ۸۰۰ ډالرو په لګښت د څارویو پر وخت درملنې او تشخیص په موخه د څارویو کلینکونه جوړ او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه