دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر رابرټ چټرټن ډېکسن سره کتلي دي.
نوموړي په خپل رسمي اېکس د يادې کتنې خبر ورکړی دی. په اېکس کې وړاندې راغلي، چې په ياده کتنه کې پر روان وضعیت، له نړیوالې ټولنې سره پر اړیکو او متقابلو ګټو خبرې شوې دي.