د اسلامي امارت مشرتابه امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث هبت الله اخوندزاده د افغانستان شمالي ولایتونو ته تللی او د یادو ولایتونو د مسوولینو د کتنې ترڅنګ یې ځایي مسوولینو ته ګڼې سپارښتنې کړي دي.
امیرالمؤمنین حفظه الله فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو ته په سفر کې له ځایي چارواکو، د عالمانو شورا له غړو او ځینو مشرانو سره لیدنې کتنې ترسره کړې دي.
امیرالمؤمنین حفظه الله په دې سفر کې د امارتي ادارو له مسوولینو سره په خبرو کې ویلي، چې د الهي احکامو په پلي کولو، د امنیت ټینګښت، هېوادوالو ته د دیني او عصري زدهکړو زمینې برابرولو او په ټولنه کې د امربالمعروف او نهي عنالمنکر د قانون په پلي کولو کې کوټلي ګامونه واخلي. شیخ صاحب همدارنګه د شهیدانو د کورنیو ستونزو سربېره، د زخمیانو، معیوبینو او مجاهدینو ستونزو ته پر رسېدنې او هر ډول همکارۍ ټینګار کړی دی.
د نوموړي د یاد سفر په تړاو یوه غږیزه اعلامیه چې د افغان حکومت د چارواکو له لوري خپره شوې، پکې پر دوهګوني چلند، قومپالنې، واسطهبازۍ او نورو د مخنیوي تاکید شوی. همدارنګه په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیرالمؤمنین حفظه الله د امربالمعروف او نهي عن المنکر د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کولو ټینګار کړی.
د اسلامي امارت د دویم ځلې واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان اسلامي امارت مشر بېلابېلو ولایتونو ته سفر کوي او له مسوولینو سره لیده کاته ترسره کوي. باید یاده کړو چې امیرالمومنین حفظه الله تر دې دمخه هم د پلازمېنې کابل او ولایتونو له ځایي مسوولینو سره ګڼې لیدنې کتنې ترسره کړې وې، خو ولایتونو ته یې دا لومړی سفر حسابیږي.
د چارو شنونکي باور لري چې د اسلامي امارت د مشرتابه سفرونه پر حکومتي چارو د نوموړي د څار او مهار ښکاروندويي کوي. د دوی په وینا، دا او ورته سفرونه د نظام او ولس تر منځ شته واټن لا کموي او د دواړو لوریو ترمنځ شته ورانپوهاوي له منځه وړي.
سیاسي شنونکی آرین هڅاند وایي چې د ولس پوښتنه کول، له نږدې یې خواله، له افغان ولس سره د مشرانو د خواخوږۍ او ښه نیت ښکارندویه کوي. د ښاغلي هڅاند پر باور یاد سفرونه د حکومت او ولس دواړو په ګټه تمامیږي.
شمالي ولایتونو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله سفرونو د نوموړي په تړاو هغه اوازې او پروپاګندونه هم له منځه یووړې چې ګوندې امیرالمؤمنین حفظه الله نه غواړي له حکومتي مسوولینو او ولس سره وګوري.