د فيلیپين د ناورين د خطر کمولو او مديريت شورا په دغه هېواد کې د سختې هوا له امله په درېيو ولايتونو کې د ۱۴ کورنيو د زيانمنېدو خبر ورکړی.
د دې ادارې مسوولينو تېره ورځ ( دوشنبه، وږي۱۲مه) ويلي، چې انټينګ توپان په دغه هېواد کې دوه تنه مړه کړي او ډېری الوتنې يې هم لغوه کړې دي.
راپورونه زياتوي، چې ۷۳۹ مسافر په مختلفو بندرونو کې بند پاتې دي.
شاوخوا ۲۲ بېړۍ، څلور کښتۍ او ۲۸۲ بار وړونکي کښتۍ د توپان له امله له ساحله د وتلو توان نه لري.
دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې طبيعي پېښو په ګڼو هېوادونو کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.