ډېر لوستل شوي

تاشکند: د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې باید اسلامي امارت یواځې پرېنښودل نه شي

د ازبکستان د استخباراتو رییس ویلي چې اسلامي امارت د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې پیاوړې مبارزه کوي او باید دې برخه کې یواځې پرېنښودل نه شي.

د ازبکستان د استخباراتو رییس عبدالسلام عزیزوف په تاشکند کې د شانګهای د همکاریو سازمان په عمومي غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي او په دې برخه کې  ښې لاسته راوړنې لري.

نوموړي زیاته کړې، چې له اسلامي امارت سره همکاري اړینه ده او دوی باید په دې برخه  کې یواځې پاتې نه شي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې له خاورې یې کوم هېواد ته ګواښ متوجې نه دی.

اړوند خبرونه