ډېر لوستل شوي

د سټنډرډ ملي اداره: په تېر يو کال کې  ۱۵۲ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي

د سټنډرډ ملي ادارې مسوولين وايي، چې په تېر يو کال کې د هېواد له بندرونو څخه ۷ میلیونه ۳۸۰ زره او ۵۷۲ ټنه ساختماني توکي وارد شوي، چې له دې جملې ۱۵۲ ټنه یې بې کیفیته تثبیت شوي دي.

د يادې ادارې مسوولينو نن ( چهارشنبه، وږي۱۴مه) د امارتي ادارو تېرو يوکلنو لاسته راوړنو په تشريح خبري ناسته کې زياته کړې، چې د تېر کال په اوږدو کې د فعالیتونو د ښه تنظیم په موخه، د ۷ طرزالعملونو او ۲ مقررو مسوده چمتو شوې او ډېر ژر به نهایي شي.

دوی وايي، چې د سټنډرډ ملي اداره اوسمهال د ISO، IEC، SMIIC، SARSO او ECO RESCOM په څېر د نړیوالو سازمانونو غړیتوب لري. همدا راز مسوولين زياتوي، د کلتوري، اقتصادي، چاپېریالي، ځمکې، اقلیم او جغرافیایي موضوعاتو په اړه، ۸۰۵ سټنډرډونه او همدارنګه د ښاري پراختیا، مهندسۍ او د ودانیو، پلونو، لویو لارو او سړکونو د ډیزاین برخه کې ۶ کودونه، تدوین شوي دي.

اړوند خبرونه