د اوکرایني چارواکو په وینا، برید د پولټاوا ښار کې روغتون او پوځي انسټیټیوټ ودانۍ په نښه کړې.
د اوکراين لویه څارنوالي وايي، د دغه هېواد ختیځ کې پر پولټاوا ښار د روسي ځواکونو د توغندیو برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱ او د ټپيانو ۲۳۵ ته لوړ شوی دی.
د يو شمېر نورو راپورونو په بنسټ، چې د دغه هېواد په لوېديځ لېوف ښار کې هم تازه بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه د دوو کسانو د وژل کېدو او له ۲۰ زياتو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. د يادې سيمې ښاروال ويلي، په تازه بريدونه کې د استوګنې يو شمېر ودانيو اور اخيستی او د بریدونو له کبله په سيمه کې دوه ښوونځي تړل شوي دي.