ډېر لوستل شوي

شمالي ولایتونو کې د پالم ونو د فارمونو طرحه ومنل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې په بلخ، تخار او جوزجان ولایتونو کې د پالم ونو کرنیزو فارمونو د جوړولو طرحه تایید او په یادو ولایتونو کې د ځمکې د ورکړې په موخه دا طرحه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام ته واستول شوه.

دا غونډه پرون(سه شنبه، وږي ۱۳مه) په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې.

د دغو فارمونو لپاره ۲۰۰۰ هکټاره ځمکې ته اړتیا ده چې د روزنې چارې به یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د متخصصینو تر څار لاندې ترسره کېږي. دغه راز په دې غونډه کې د بالامرغاب ولسوالۍ موري چاق کلي ته د برېښنا د غځونې، لغمان ولایت کې د سوداګریز مرکز جوړولو، په غزني ولایت کې د سبزي منډوي جوړولو او همدا راز په کابل ښار کې له کثافاتو څخه د برېښنا تولیدولو طرحو لپاره هم ځانګړې کمېټې وټاکل شوې.

اړوند خبرونه