ډېر لوستل شوي

یوه شپه او ورځ؛ ۶ اوکرایني وزیرانو استعفا ورکړې

په یوه شپه او ورځ کې د اوکراین تر ۶ زیاتو وزیرانو استعفاګانې وړاندې کړي دي.
سي.اېن.اېن. لیکلي چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم پرون خپله استعفاپاڼه پارلمان ته سپارلې ده.
د سي.اېن.اېن. د راپور له مخې، د اوکراین دوه مرستیال لومړي وزیران، درې وزیران، د دولتي املاکو فنډ مشر او د زیلینسکي په دفتر کې یو لوړپوړي چارواکي تیره ورځ استعفا کړې ده.
نړیوالو رسنیو دا بدلونونه سیاسي زلزله بللې، خو ولادیمیر زیلسنکي ویلي چې یاد بدلونونه د حکومت د پياوړي کېدو په موخه شوي دي.

اړوند خبرونه