د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو پلاوو د افغانستان او ترکمنستان د ګډې پولې له صفري نقطو کتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن مازیګر(پنجشنبه، وږي ۱۵مه) په خپل اېکس ددې کتنې خبر ورکړی.
یاده کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د غځولو، وسپنې پټلۍ رغونې، برېښنا، نوري فایبر پروژو د پرانیستي او نورو پروژو د وروستیو تیاریو په تړاو غږېدلي دي.