ډېر لوستل شوي

د افغانستان بانک: غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د تنظیم، معیاري او میکانیزه کولو برخه کې مهم ګامونه پورته شوي دي

د افغانستان بانک وايي، چې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) لخوا توشیح شوي قانون په رڼا کې د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د تنظیم، معیاري او میکانیزه کولو برخه کې مهم ګامونه پورته شوي دي.

د افغانستان بانک مسوولين وايي، د پيردونکو د افغانیو او ډالرو په بانکي حسابونو باندې لګول شوي محدودیتونه کم شوي او اوسمهال پيردونکي کولی شي چې د افغانیو له حساب څخه، په اونۍ کې د ۷۰ زره افغانیو پر ځای ۱۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰۰ زره افغانۍ، همدارنګه له ډالري حساب څخه په اونۍ کې د ۱۰۰۰ ډالرو پر ځای ۲۰۰۰ زره ډالر او په میاشت کې د ۳۰۰۰ ډالرو پر ځای ۶۰۰۰ ډالر واخلي.

دوی زياته‌‌کړې، چې په تېر يو کال کې د اغېزناکه پولي سیاستونو د پلي کېدو له لارې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی او د انفلاسیون د کنټرول برخه کې هم اغېزناک ګامونه اوچت شوي دي. د يادولو ده چې د افغانستان بانک مسوولينو يادې څرګندونې نن (پنج‌شنبه، وږي۱۵مه) د امارتي ادارو د تېرو يو کلنو لاسته راوړنو په تشريح پرګرام کې وکړې.

اړوند خبرونه