ډېر لوستل شوي

د تېرې ادارې د خوست مالي او اداري رييس بېرته خپل هېواد ته راستون شو

د افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون وايي، چې په تېره اداره کې د خوست ولايت مالي او اداري رييس حکيم‌الله اکبر خپل هېواد ته راستون شوی دی.

ياد کمېسيون نن (پنج‌شنبه، وږي۱۵مه) په خپل رسمي اېکس د اکبر د راتګ خبر ورکړی دی.

نوموړی د تېرې ادارې له پرزېدو وروسته کاناډا ته کډوال شوی و. دا په داسې مهال ده، چې اسلامي امارت د افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون په دې وروستيو کې ګڼ شمېر کډوال شوي افغانان خپل هېواد ته رابللي دي.

اړوند خبرونه