قرغزستان له هغه نوملړه د افغانستان اسلامي امارت نوم ایستلی چې نړیوال بندیزونه پرې لګول شوي.
بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې دا ګام ستایلی او دا یې د اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي درک د رامنځته کېدو پایله بللې ده.
دغه وزارت وړاندې ویلي چې دا چاره د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ورانپوهاوي او خنډونه له منځه وړلی شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایق هم د افغانستان اسلامي امارت نوم له دې نوملړه ایستلی و.