د پروان ځایي مسوولینو ویلي چې ددې ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې یې د اوبو د یوه سربند چارې پیل کړي دي.
ددې ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ویلي، چې جبل السراج ولسوالۍ په ګلبهار قلعه سیمه کې د مالیې وزارت له لوري د ۱ میلیونه ۶۵۸ زره افغانیو په لګښت د اوبو د یوه سربند د جوړولو چارې پیل شوې دي.
دغه سربند ۱۵.۸ متره اوږدوالی او۴ متره لوړوالی لري چې د چارو د پیل پر مهال به لسګونو ته کارموندنه هم وشي. د یاد سربند په بشپړېدو سره به ددې ولسوالۍ ۲۰۰ هکټاره ځمکه ښېرازه شي