د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني ویلي چې هېواد له لسیزو جګړو او بې ثباتیو وروسته منسجم شوی او هېڅوک باید اختلافاتو ته لمن ونه وهي.
نوموړي دا خبرې د کابل ښار په یوولسمې امنيتي حوزه کې د شهید عبدالمنان په نوم د جوړ شوي جومات د پرانیستې پر مهال کړي. خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړې؛ هيچا ته اجازه نه ورکوي چې هېواد کې د مېشت قومونو ترمنځ د شته يووالي پر وړاندې خنډ رامنځته کړي. د کورنیو چارو وزیر همدارنګه د یوولسمې امنیتي حوزې مسوولنیو ته هم یو لړ سپارښتنې کړي او له خلکو سره یې پر نېک چلند ټینګار کړی دی.