ډېر لوستل شوي

جاپان په افغانستان کې ۱۶۵ ښوونځي رغوي

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر پرون کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتلي او پر دوه اړخیزو همکاریو یې بحثونه کړي دي.
دې کتنه کې ښاغلي کورومایا په کابل کې د وروستۍ پېښې له امله خواخوږي ښودلې او همداشان یې د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې ده. نوموړي زیاته کړې، هېواد یې افغانستان کې د تاریخي میراثونو او ابداتو د ساتنې او د اړوندو ادارو د ظرفیت لوړولو برخو کې لېواله دی. ‏ښاغلي کورومایا زیاته کړې، هیواد یې په پام کې لري چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي‏.
نوموړي وړاندې ویلي: توکیو د اسلامي امارت پر مختګونه څاري او دغه راز یاد هیواد د G7 هیوادونو او اسلامي امارت تر منځ د اړیکو رامنځته کېدو هڅه کوي‏.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د جاپان سفیر ته ښه راغلی ویلی او بېلابېلو برخو کې یې ددې هېواد له مرستو مننه کړې ده. مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو اړیکو ته په اشاري ویلي چې د کابل او توکیو اړیکې خورا مهمې او د دواړو لوریو په ګټه دي.

اړوند خبرونه