له افغان شخصيتون سره د اړيکو کمېسيون وايي، چې په تېره اداره کې د کندهار د ولایتي شورا استازی او د بینوا پوهنتون بنسټګر محمد نادر نورزائي هېواد ته راستون شوی دی.
ياد کمېسيون نن (شنبه، وږي۱۷مه) په خپل اېکس د نورزائي د راستنېدو خبر ورکړی دی.
دا په داسې مهال ده، چې اسلامي امارت له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون په دې وروستيو کې ګڼ شمېر کډوال شوي افغان شخصیتونه هېواد ته رابللي دي.