ډېر لوستل شوي

افغان او چینایي شریکانو د برېښنا برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر د حسیب صفي عاشوري سوداګریز شرکت له رییس عبدالحمید عاشوري او د یاد شرکت له چینایي شریکانو(الېکس چېن او سو ټوان) سره کتلي دي.

د یاد افغان شرکت رییس او چینایي شریکانو یې افغانستان کې د برېښنا برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د برېښنا بندونو د جوړولو په پروژو کې د نوموړي شرکت د پانګونې د لېوالتيا په پار مننه کړې ده. ملا عبداللطیف منصور یاد شرکت نه هیله کړې چې د ګلبهار بند، باغدرې بند، په بغلان ولایت کې د کیله ګي بند، په تخار ولایت کې د مامي کلا بند  او په بادغیس ولایت کې د مرغاب پر سیند باندې د بند جوړولو پر پروژو کار وکړي.

ددې کتنې په لړ کې د یادو پروژو د عملي کار پر پیل ټینګار وشو. د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د برېښنا تولید برخه کې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو پانګونې ته لېوالتیا مخ په ډېرېدو ده.

اړوند خبرونه