ملي دفاع وزارت بېګاه شپه(جمعه، وږي ۱۶مه) په خپل اېکس د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله او ددغه وزارت له یو شمېر مسوولینو سره د کتنې خبر ورکړی.
دفاع وزارت لیکي چې امیرالمؤمنین حفظه الله د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسوولینو، مجاهدینو او یو شمېر علماوو، مخورو او معلولینو سره کتلي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ عالیقدر امیر المؤمنین حفظهالله په دې کتنه کې پر یووالي، اخلاص، تقوا او له مشرانو د پیروۍ ټینګار کړی. د اسلامي امارت مشر همدارنګه مسوولینو او مجاهدینو ته د ښې حکومتولۍ په برخه کې اړینې سپارښتنې هم کړې دي.