ډېر لوستل شوي

د ټاپي، نوري فايبر، ټاپ او وسپنې پټلۍ د پروژو د پرانيستې کمېسيون ناسته وکړه

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل په خپل اېکس د افغان او ترکمن پلاوي ترمنځ د ټاپي، نوري فايبر، ټاپ او وسپنې پټلۍ د پروژو د چمتووالي د لومړۍ ناستې خبر ورکړی دی.
د رياست الوزرا مقام له حکم سره سم، د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ د امنیتي ارګانونو، کانونو او پټروليم، ټولگټو چارو، اطلاعاتو او فرهنگ، مخابراتواو معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو، د امارت مرکزي وياند او د افغانستان برېښنا شرکت په گډون نن(شنبه، وږي ۱۷مه) بهرنیو چارو وزارت دننه ناسته شوې ده.
ویل کیږي چې دا پروژې به په نږدې راتلونکو څو ورځو کې د شانداره مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي

اړوند خبرونه