ډېر لوستل شوي

کازان کې د برېکس سرمشریزه ناسته جوړیږي

روسي رسنیو ویلي چې تمه ده، د راتلونکې لړم میاشتې پر لومړۍ په کازان ښار کې د برېکس غړو هېوادونو ترمنځ سرمشریزه ناسته ترسره شي.

په پام کې ده چې د روسیې او چین ولسمشران ولادیمیر پوتین او شي جېن پېنګ د دغې سرمشریزې په څنډو کې دوه اړخیزې ناستې هم  وکړي.

برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا د برېکس ډلې اصلي غړي هېوادونه دي؛ خو د روان زېږدېز کال په پیل کې مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران او اېتوپیا هم ددې سازمان برخه ګرځېدلي.

اړوند خبرونه