ډېر لوستل شوي

قومونو او قبایلو چارو وزارت: تېر کال مو ۳۰۰ لویې شخړې او دوښمنۍ هوارې کړي دي

د قومونو او قبایلو چارو وزارت د دولت د رسنیو په مرکز کې د خپلو تېرو یو کلنو لاسته راوړنو په ترڅ کې ویلي، چې د دې وزارت په هڅو، په تېر یوه کال کې ۳۰۴ لویې شخړې او دوښمنۍ او همداشان ۵۲۵ وړې بدۍ او شخړې هوارې شوي دي.
د دغه وزارت د سرحدي چارو د ارزونې مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي زیاته کړې د دې وزارت په هلو ځلو د داسې کورنیو روغه جوړه هم شوې، چې سلګونه تنه یې له یوه بل لوري وژلي او ټپیان کړي وو.
ښاغلي غزنوي وړاندې ویلي: ((د هرات په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د طاهري، اڅکزیو او نورو قومونو تر منځ ۵۰ کلنه دوښمني، د بادغېس په ابکمري ولسوالۍ کې ۲۰ کلنه دوښمني په غزني کې د کوچیانو ۲۴کلنه دوښمني، د پنجشیر په ابشار ولسوالۍ کې ۴۰ کلنه دوښمني او نورې سلګونه دوښمنۍ هوارې شوي دي.)) مولوي محمد اسماعیل غزنوي وایي، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره هېواد کې د قومي شخړو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
دغه راز د قبیلو د همغږۍ او جرګو مرستیال مولوي محمد علي جان احمد د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، ډېری دغه شخړې او دوښمنۍ د تېرې ادارې چارواکو په لوی لاس د قومونو تر منځ جوړې کړې وې، چې د اسلامي امارت د مشرانو په منځګړیتوب هوارې شوې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکو د کلنیو لاسته راوړنو په چمتو شوي راپور کې ویلي، چې د قومونو او قبیلو د ستونزو د پېژندنو په اړه یې د تېر کال په اوږدو کې فوق العاده ولسي او ولایتي غونډې کړي دي.
د دې وزارت مسوولینو یاده خبري غونډه کې ویلي، چې د هېواد د سرحدونو او پولو ساتنه، د سرحدونو او قومونو وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او په خبره یې په تېر یوه کال کې په دې برخه کې جدي او پرله پسې هڅې شوي دي.
د راپور پر بنسټ، په یاده موده کې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند له لارښوونې سره سم، په بادغېس، فاریاب، جوزجان، بلخ، تخار، بغلان، بدخشان، ننګرهار، کندهار، هلمند، پکتیکا، ارزګان، بامیان، کونړ او میدان وردګ ولایتونو کې د کوچیانو له زیانمنو کورنیو سره نغدي او غیرې نغدي مرستې شوي دي.
چارواکو وویل، چې د هېواد په کچه د کوچیانو د درملنې لپاره ۱۰۰ ګرځنده او ۱۱ ثابت روغتونونه (او د هغوی د څارویو د درملنې په موخه ۶۰ حیواني روغتونونه فعال شوي.)
دغه راز د کوچیانو د مالدارۍ او اقتصادي ودې لپاره، روزنیز پروګرامونه جوړ شوي دي.
د سرحدونو او قومونو وزارت چارواکو د قبایلي سیمو لپاره د ښوونې په برخه کې د دغه وزارت د فعالیتونو په اړه ویلي، چې د وزارت په هڅو تېر کال له لېسې دورې ۶۹۹ زده کوونکي فارغ شوي.
د ۱۱ ښوونیزو مرکزونو د لیلیو چارو تنظیم په موخه د لایحې، د کوچیانو چارو د سمون، استوګنځایونو او څړځایونو د کړنلارې، د ټکنالوژي ریاست ته د ډیټا او د امنیت پالېسۍ تخنیکي اسنادو، د قومي شخړو د حل کړنلارې د مسودې چمتو کول او د برښنايي کتابتون فعالول؛ په تیر کال کې د دغه وزارت له نورو فعالیتونه وو.

اړوند خبرونه